Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسله‌وال مخالفین وژلي

0
د نړيوالو ځواکونو په یوه هوایي بريد کې پرون د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.


دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه.


نوموړي وویل:


"د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسله‌والو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال وژل شوي او یو د دوی سیمه‌ییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونه‌یې پرې شوي دي."


دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نه‌دی رسېدلی.


د دولت وسله‌والو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса