Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

اشرف غني طالبان وهڅول چې تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني

0
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان وهڅول چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني.


هغه دا پیغام نن په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په غونډه کې دا خبره وکړه.


ولسمشر اشرف غني وویل:


"ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی. نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کیږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفینو ته د دې زمینه برابره شي چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ قانوني شرایطو کې داسې یوه ستونزه نشته. د دې پرځای چې تر انتخاباتو وروسته سوله وکړو ولې یې همدا اوس «سوله» ونه کړو."


ولسمشر غني وویل، د افغانستان د سولې په اړه نړیوالې غونډې او په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس ډېر موثر وباله.


د افغانستان ولسمشر په داسې حال کې طالبان یو ځل بیا سولې ته راوبلل چې تازه د امریکا له خوا د افغان سولې د ټینګښت په اړه هم د یو لړ هڅو خبر ورکړل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса