Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

افغان حکومت د طالبانو په اړه د یوه خبر هرکلی وکړ

0
د افغانستان حکومت د دې خبر هرکلی وکړ چې وسله‎والو طالبانو ته په لویو ښارونو کې د حملو د بندولو امر شوی دی.


د وسله‎والو طالبانویوه ویاند، ذبیح الله مجاهد پرون نیویارک ټایمزورځپاڼې ته ویلي و چې په لویو ښارونو کې د انتحاري حملو او چاودنو د بندولو امر ورته شوی دی.


د ارګ د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه په غبرګون کې وویل چې دولت د ولس د کرارۍ او امنیت لپاره هر ګام مثبت ګڼي.


مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د فتوا تر خپرېدو وروسته، زیاتو وسله‎والو طالبانو له جګړې لاس اخېستی دی.


خو ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته یو پیغام استولی او ویلي یې دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې خبرې تحریف کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса