Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د بوتینا د خوشې کېدو کمپاین پیل کړ

0
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د ټولنیزې شبکې ټویټر له لارې یو کمپاین پیل کړ چې په کې د ماریا بوتینا د خوشې کېدو غوښتنه کېږي.


ماریا بوتینا تېره اوونۍ د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یا «اېف.بي.ای» له‎خوا د یوه بهرني اجنټ په توګه د فعالیت او دسیسې په تور نیول شوې ده.


هغه تورنه ده چې د امریکا د ټوپک د ځواکمنې ټولنې په ګډون يې په سیاسي ډلو کې د نفوذ او د روسيې د ګټو لپاره هڅې کړي دي.


روسي رسنیو ویلي دي چې په واشنګټن کې د روسيې قونسلګری پرون له مېرمن بوتینا سره په زندان کې لیدلي دي او ویلي يې دي چې د هغې روغتیايي حالت ښه دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса