Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

دفاع وزارت: یو پلاوی د کندز په چهاردره کې ولسي مرګ ژوبله څیړي

0
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، یو پلاوی کندز ته تللی، څو دغلته د چهاردرې ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مسئله وڅېړي.


د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:


"نن سهاریو پلاوی کندز ته رسېدلی دی. هغوی د وضعیت په اړه څېړنې کوي او ممکن ډېرژر یوې نتیجې ته ورسېږي چې بیا کولی شو، له تاسو سره یې شریک کړو."


د جنرال محمد رادمنش په وینا پرون پنجشنبه د هوا خرابوالی د دې سبب شو چې د دې پلاوي سفر نن ورځې ته وځنډېږي.


د کندزد والي ویاند نعمت الله تیموري پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې د چهار درې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو سره په یو وخت د نړیوال هوايي ځواکونو له‎خوا هم بمباري شوې ده چې په‎کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.


ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې چې څو ورځې مخکې خپور شو ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.


د راپور په وینا په‎دې موده کې د افغانستان په جګړو کې یو زرو ۶۹۲ ملکیان وژل شوي او درې زره څلور سوه دېرش ټپیان شوي دي.


که څه د دې ملکي مرګ ژوبلې ډېره پړه د وسله‎والوپر بریدونو اچول شوې، خو راپور وايي چې په هوايي بمباریو کې هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبله شمېره لوړه شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса