Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د کندز په امام صاحب کې د محلي پولیسو ۱۲سرتیري وژل شوي

0
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، دغلته د محلي پولیسو ۱۲ تنه سرتیري وژل شوي دي.


یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن جمعه «جولای ۲۰ مه» ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله‎والو طالبانو د امام‎صاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لارې کې د سیمه‎ییزو پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په‎کې ۱۲ سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.


خو د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام‎االله رحماني مني چې په برید کې سیمه‎ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر په اړه یې جزئیات ورنه‎کړل.


ښاغلي رحماني زیاته کړه چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو هم د امام صاحب په ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د کنجک په کلي کې یې درې له لاسه وتلي پوستې بېرته نیولي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса