Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

اسرائيل وایي، د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي یې ژغورلي

0
د اسرائيل پوځ وايي چې په وروستيو کې يې د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي ژغورلي دي.


رسنۍ د دغه سازمان رضاکارانو ته د سپينو خوليو لرونکي اصطلاح کاروي.


دغه کسان او د هغوى د کورنيو غړي د ګولان غونډيو ته څېرمه له يوې ناکرارې سرحدي سيمې ژغورل شوي او بيا ګاونډي هېواد اردن ته لېږدول شوي دي.


نننى اعلان د اول وار لپاره د سوريې په کورنۍ جګړه کې د اسرائيل ښکېلتيا ښيي.


د اسرائيل پوځ په ټوېټر ليکلي:


"دغه ملکيان د سوريې په جنوب کې له يوې جنګي ساحې د دوى ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله بلې سيمې ته ايستل شوي دي."


پوځ دغه کار استثنايي بشري اقدام بللى دى.


د اسرائيل پوځ راپور ورکړى چې ٨٠٠ کسان اردن ته لېږدول شوي چې له هغه ځايه به بريتانيا، جرمني او کاناډا ته سفر کوي.


د سپينې خوليو لرونکي رضاکاران له ٢٠١٣ میلادي کال راهيسې د ياغيانو تر ولکې لاندې له سيمو د ملکيانو د ژغورنې لپاره کار کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса