Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې د ولسي حرکت د پرلت نن ۱۰ مه ورځ ده

0
په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د غړو پرلت يا تحصن نن لسمې ورځې ته ورسېد.


د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه د پاکستان د سفارت کوم استازي له دوى سره نه دي کتلي.


دی زیاتوي:


"تر اوسه پاکستاني چارواکو موږ ته ځواب نه دى راکړى، نه هم له هغوى سره زموږ د پوښتنو ځوابونه شته، ځکه په تېرو ٤٠ کلونو کې دغه پاکستان دى چې د افغانستان په خاوره او ولس کې لاسوهنه کوي او تر اوسه يې له دغو چارو لاس نه دى اخيستى."


دغه حرکت تر دې مخکې د روسيې او امريکا د سفارتونو او دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته دغه ډول پرلت کړى و.


دغه حرکت وايي، د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له لارې د هغوى له ولسونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره پر خپلو حکومتونو فشار راولي.


د سولې ولسي حرکت وايي، وروسته به د ايران د سفارت مخې ته خپل پرلت يا تحصن پيلوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса