Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

چارواکي: په ارزګان کې په ۲ پېښو کې دوه افراطي وسله وال وژل شوي

0
په ارزګان ولایت کې د ملي اردو مسؤلين وايي چې په دوو پېښو کې دوه افراطي وسله وال وژل شوي او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.


د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د عامه اړیکو مسؤل جان خان نصرتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوې دي.


نوموړي وویل:


"د چورې ولسوالۍ په ساحاتو کې يو ترهګر وژل شوى او ٤ نور ټپيان شوي، د وطن دښمنان په دهراود ولسوالۍ کې د اول کنډک پر پرسونل حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې يو ترهګر ووژل شو او ٤ نور ټپيان شول."


ښاغلی نصرتي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو د د ملي اردو پر يوه پوځي اډه هم حمله کړې چې په شا تمبول شوې ده.


وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د ارزګان امنیتي مسؤلانو څو ورځې دمخه ویلي وو چې ډېر ژر به د چورې ولسوالۍ لار چې له تېرو دوو کلونو راهیسې تړلې ده، خلاصه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса