Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په کندهار کې د خپلو ۴ همکارانو په وژنه تورن پولیس نیول شوی

0
د کندهار امنیتي مسؤلان وايي، هغه پوليس يې نيولی چې د خپلو څلورو همکارانو په وژنه تورن دى.


د دوى په خبره، دغه پوليس سرتېري وړمه شپه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د تانګۍ درې په يوه پوسته کې خپل څلور پوليس همکاران وژلي وو.


د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل، د سيد نعيم په نوم دغه پوليس په ميوند ولسوالۍ کې د تېښتې پر مهال نيول شوی دى


دی وایي:


"مخکې له دې چې دى له ساحې ووځي، د پوليسو د تالاشۍ پر مهال پر عمومي سړک ونيول شو، دا اړخ به هم معلوم شي چې له وسله والو طالبانو سره يې اړيکې درلودې او که څنګه؟ خو د لومړنيو معلوماتو له مخې، داسې ښکاري چې دغه کس له وسله والو ترهګرو سره اړيکې نه درلودې."


ښاغلى درانى وايي، ښايي دغه پوليس به د رواني فشارونو له کبله خپل همکاران وژلي وي.


تر دې وړاندې هم په کندهار کې دې ورته څو پېښې شوي، خو دا اول وار دى چې د داسې يوه بريد عامل نيول کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса