Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

دوستم له ١٤ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته نن هېواد ته راستون شو

0
د افغانستان د جمهوري رياست اول مرستيال عبدالرشيد دوستم له ١٤ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته نن هېواد ته راستون شو.


په کابل کې ګڼ کسان چې په هغوى کې ځيني عالي رتبه دولتي چارواکي هم شامل وو، د ښاغلي دوستم هرکلي ته ورغلي وو.


ښاغلي دوستم په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل:


"صحي ستونزې مې درلودې چې ترکيې ته مې سفر وکړ، هلته مې د ترکي ډاکټرانو له خوا لس پنځلس ورځې تداوي روانه وه، له روغتونه رخصت شوم، خو راته وويل شول چې بيا بيا بايد د صحي معاينې لپاره ورشم، ځکه هلته د څه مودې لپاره پاتې شوم."


عبدالرشيد دوستم وروسته له هغې چې د جوزجان له پخواني والي احمد ايشچي سره په ناوړه چلند تورن شو، ترکيې ته لاړ.


ښاغلي دوستم د احمد ايشچي تورونه رد کړي او ويلي يې وو، د کورنيو دلايلو او خپلې تداوۍ لپاره ترکيې ته تللى دى. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса