Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په بدخشان کې د واورې او اوبو د معلومولو دستګاوې نصب شوي

0
د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د واورې او د اوبو د معلومولو دستګاوې نصب شوي دي.


د نوموړي ولایت د سیندونو د حوزو د چارواکو په خبره چې دوی له اوبو څخه د ښه مدیریت په هدف، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د واورې او د اوبو د معلومولو ۲۹ دستګاوې نصب کړې دي.


د بدخشان دکوکچي سیند د فرعي حوزې رئیس محمد رفیع بهمن وايي چې دوی د کوکچي سیند اړوند او د امو سیند اړوند په بېلابېلو سیمو کې، ۱۸ د اوبو معلومولو او ۱۱ د واورې معلومولو دستګاهوي نصب کړي او په دې کار سره دوی توانېدلي چې د دې ولایت د اوبو د سرچینو مديریت په خپل کنټرول کې ولري.


د ښاغلي بهمن په وینا چې دوی د دغو دستګاوو په مرسته د اوبو د زیاتوالي او کموالي په اړه کره معلومات راټولوي او بیا وروسته د اوبو د اندازې په اړه بزګرانو ته خبرداری ورکوي، ترڅو دهقانان د احتمالي وچکالۍ او د اوبو د زیاتوالي له کبله، زیانمن نشي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса