Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

ایران: که واشنګټن د تېلو مخه ونیسي تهران به ورته عمل وکړي

0
ایران وايي، که واشنګټن د دغه هېواد د تېلو د صادراتو مخه ونیسي تهران به ورته عمل وکړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، که امریکا په دې برخه کې جدي ګام پورته کړي، د ده په خبره له شک پرته د ایران له غبرګون او باالمثل عمل سره مخ کېږي.


امریکا یو شمېر هېوادونو ته ویلي چې د نومبر له میاشتې دې له ایرانه د تېلو اخیستل بند کړي که نه له سختو عواقبو سره به مخ شي.


دا ګواښ وروسته له هغه شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره مې میاشت له ایران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر ایران‌یې بندیزونه ولګول.


د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د ایران د ولسمشر حسن روحاني له دې وړاندیزه چې ښايي د فارس خلیج د تېلو د صادراتو مخه ونیسي ملاتړ کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса