Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د فاریاب لسګونو اوسېدونکو د قیصاري د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه

0
د فاریاب ولایت د قیصار، شیرین تګاب او جمعه بازار د ولسوالیو لسګونه اوسېدونکي نن په کابل کې غونډ شوي و او له حکومت یې وغوښتل چې نظام الدین قیصاري ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.


دغو کسانو نن وویل چې د قیصاري د ناوړه چلند او بې قانونیو اسناد او شواهد په لاس کې لري.


د نظام الدین قیصاري د محاکمې غوښتونکو کسانو له ډلې دوو تنو نجیب الله او حاجي محمدګل وویل:


نجیب الله:


"نظام الدین قیصاري دوه زره جنایي دوسیې لري، د خلکو زامن یې په ناحقه وژلي، دیارلس کسان یې وژلي، ناموسي قضیې لري د خلکو ښځې یې تښتولي دي."


حاجي محمدګل:


"نظام الدین قیصاري د دولت په لاس کې دی، زموږ نفر یې شهیدان کړي، زموږ د خلکو موټرسیکلان او پيسې یې اخیستي، زموږ مشران خلک یې وهلي، بندیان کړي او بې عزته کړي یې دي."


نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال یو سیمه ییز قوماندان او د فاریاب د قیصار سرپرست امنیه قوماندان و چې څه موده مخکې افغان پوځیانو ونیوه او کابل ته یې انتقال کړ.


د قیصاري سلګونه پلویانو بیا د هغه د خوشې کېدو لپاره مظاهرې وکړې او په اکثرو شمالي ولایتونو کې یې دولتي ادارې په اعتراض کې وتړلې.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса