Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د فاریاب لسګونه اوسېدونکو د قیصاري د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه

0
د فاریاب ولایت د قیصار، شیرین تګاب او جمعه بازار د ولسوالیو لسګونه اوسېدونکي نن په کابل کې غونډ شوي و او له حکومت‌یې وغوښتل چې نظام‌الدین قیصاري ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.


دغو کسانو نن وویل چې د قیصاري د ناوړه چلند او بې‌قانونیو اسناد او شواهد په لاس کې لري.


د نظام‌الدین قیصاري د محاکمې غوښتونکو کسانو له ډلې دوو تنو نجیب‌الله او حاجي محمدګل وویل:


"نظام‌الدین قیصاري دوه زره جنایي دوسیې لري، د خلکو زامن‌یې په ناحقه وژلي،  ۱۳ کسان‌یې وژلي، ناموسي قضیې لري د خلکو ښځې یې تښتولي دي."


"نظام‌الدین قیصاري د دولت په لاس کې دی، زموږ نفر یې شهیدان کړي، زموږ د خلکو موټرسایکلان او پيسې یې اخیستي، زموږ مشران خلک‌یې وهلي، بندیان کړي او بې‌عزته کړي یې دي."


نظام‌الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال یو سیمه‌ییز قوماندان او د فاریاب د قیصار سرپرست امنیه قوماندان و چې څه موده مخکې افغان پوځیانو ونیوه او کابل ته‌یې انتقال کړ.


د قیصاري سلګونه پلویانو بیا د هغه د خوشې کېدو لپاره مظاهرې وکړې او په اکثرو شمالي ولایتونو کې یې دولتي ادارې په اعتراض کې وتړلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса