Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د لوړو زده کړو وزارت د استاد شجاع الدین خراساني نیول تائید کړل

0
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مني چې د شجاع الدین خراساني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد د ملي امنیت د ځواکونو لخوا نیول شوی دی.


د دې وزارت ویاند محمد ضیا ساحل نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د استاد خراساني جرم تائید کړي وویل د هغه په اړه پلټنې روانې دي.


له دې وړاندې یو شمېر سرچنیو ویلي دي چې د افغانستان ملي امنیت نن د برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شجاع الدین خراساني له یوې محصلې سره د جبري جنسي اړیکې پر مهال نیولی دی.


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه بشپړ جزیات خپاره کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса