Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

ایران د خپل مرکزي بانک مشر تبدیل کړ

0
د ایران حکومت په داسې حال کې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایراني ریال ارزښت په کمېدو دی، د مرکزي بانک مشر تبدیل کړ.


ایرنا خبري اژانس نن راپور ورکړ چې ولسمشر حسن روحاني عبدالناصر همتي د ولي‌الله سیف پر ځای پر دغه دنده وګماره.


ښاغلي سیف د لبنان حزب‌الله ته د پیسو استولو د اسانتیا له کبله د امریکا په تور لېست کې شامل شوی دی.


نوموړي پنځه کاله د ایران د مرکزي بانک مشري وکړه.


د دغه بانک نوی مشر عبدالناصر همتي چې ۶۱ کلن دی تر دې وړاندې د ایران د بیمې د مرکزي ادارې مشر و.


دا تبدیلي داسې مهال شوې چې په دغه هېواد کې د پیسو د ارزښت د کمېدو له کبله پر مرکزي بانک انتقادونه ډېر شوي دي.


په تېر یوه کال کې د ایراني ریال ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې نیمایي ته راټیټ شوی دی.


اوس‌مهال په ایران کې د یوه ډالر بیه ۴۳۷۷۶ ریاله ده او په تور بازار کې دا بیه دوه برابره ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса