Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

افغان کرکټ بورډ د ایرلند پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

0
د افغانستان کرکټ بورډ نن د ایرلند پر وړاندې د نړیوالو ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو سيالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.


د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د دوه مختلفو فارمټونو لپاره د لوبډلې ځانګړنو ته په اشارې وویل دوی دغو سیالیو ته وړ او ځوان لوبغاړي ټاکلي دي چې نتیجه به‌يې د راتلونکي نړیوال جام لپاره هم اغېزمنه وي.


په اعلان شوې لوبډله کې د حضرت‌الله ځاځی، وفادار مومند، سید احمد شیرزاد په څېر ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف هم بېرته راستون شوی دی.


د لوبغاړو د غوراوي کمېټه وايي چې شاه پور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او حمید حسن د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي، نو ځکه د غواروی په بهیر کې په پام کې نه‌دي نیول شوي.


افغانستان د راروانې اګست میاشتې له ۲۰مې نيټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د ایرلند پر وړاندې د ایرلند په کوربه‌توب درې ۲۰ اوریزې او درې یو ورځنۍ سیالۍ لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса