Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه محاکمه کړل

0
د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه چې د اخوان المسلمین ډلې یوشمېر پېژندل شوي مشران هم په کې دي، محاکمه کړل.


دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي په ملاتړ د اعتراض په تړاو محاکمه شوي دي.


د مصر پوځ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په زور محمد مرسي له واکه لېرې کړ چې پر ضد يې یوشمېر کسانو اعتراضي تحصن وکړ او تحصن کوونکي د پوځ په زور وشړل شول.


په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی. 


د مصر الاحرام ورځپاڼې نن وویل چې نور ۶۶۰ کسان به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې محاکمه شي.


د عفوې نړیوال سازمان تېره میاشت وویل چې په مصر کې داسې ډله ییزې محاکمې په زغرده عدالت مسخره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса