Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

د بريتانيا سفير: په افغانستان کې سوله د بريتانيا لپاره لومړيتوب دى

0
د افغانستان لپاره د بريتانيا سفير وايي، په افغانستان کې سوله، د بريتانيا د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب لري.


نيکولاس کې چې نن په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د پرلت خېمې ته ورغلى و، په خپلو خبرو کې وويل:


"په افغانستان کې سوله شخصاً زما، زموږ د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب دى، زه نن تاسو ته له ډېر احترام او واقعي هيلې سره راغلى يم چې ستاسو اندېښنې او نظريات واورم او نظرونه تبادله کړو."


د سولې ولسي حرکت غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته پرلت يا تحصن پيل کړ.


دغه حرکت تر دې مخکې د پاکستان، ايران، امريکا او روسيې د سفارتونو او دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته هم پرلت کړى و.


د دغه حرکت غړي وايي، د سفارتونو مخې ته په پرلت سره غواړي د دغو هېوادونو ولسونه وهڅوي چې پر خپلو حکومتونو فشار راولي، څو په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو هڅه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса