Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

عبدالله: له طالبانو سره د سولې په هدف د هېوادونو تماسونه ګټور دي

0
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې په هدف د ځينو هېوادونو تماسونه ګټور دي.


عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ په نوم د لسګونو ديني عالمانو کنفرانس ته وويل، د افغانستان د سولې پر برخليک به خپله افغانان پرېکړه کوي.


دی وایي:


"هغه تماسونه چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا د طالبانو له ډلې سره نيول کېږي، ګټور ګڼم، پخوا هم دا تماسونه وو، په راتلونکي کې به هم وي، خو د سولې د برخليک پر سر بحث به د افغانانو په لاس کې وي، له افغان دولت سره د مذاکرو لپاره تماسونه وو، شته او دوام به ومومي."


ښاغلي عبدالله وويل، له طالبانو سره دغه اړيکې د دې لپاره دي چې دوى بين الافغاني خبرو ته وهڅول شي.


طالبانو د ازادي راډیو مشال څانګې ته پرون تأیید کړه چې تېره دوشنبه د دې ډلې استازو په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې الیس وېلز سره کتلي دي.


د طالبانو سرچینو ويلي چې په دې خبرو کې د طالبانو د سیاسي چارو مشر شیر محمد عباس د طالبانو د پلاوي مشري کوله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса