Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

په هرات کې پر یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو، چرګان وېشل کېږي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په هرات کې پر یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو پر هر یوه تر زرو پورې چرګان ووېشي.


د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني هرات ته د خپل سفر پر مهال د چرګانو د انفلونزا له امله یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو سره کتلي او ژمنه‌یې کړې چې له دوی سره به مرسته کېږي.


په دغه کتنه کې د ۴۴ فارمونو مسؤلینو د کرنې له وزیر سره خپلې اندېښنې او ستونزې شریکې کړې دي.


د کرنې او مالدارۍ وزیر د دغو فارم لرونکو د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري نږدې ۱۵۰ زره چرګان به زیانمنو شویو کسانو ووېشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса