Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

مطفي: د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا تأيید کړه

0
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأيید شوه.


د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغې طرحې له مخې د یاد وزارت له لوري دوی د مرمرو د کانونو د سروې لپاره ټیمونه هرات، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، بامیان او ډایکندي ته لېږلي دي.


د ښاغلي مطفي په وینا، د دغې سروې هدف دا دی چې باالقوه ظرفیتونه وپېژندل شي.


د کانونو وزارت وايي، تر دې مهاله د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۱۰۸ شرکتونو د قیمتي ډبرو د پروسس لپاره پانګونه کړې چې له دې لارې شپږو زرو تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار پیدا کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса