Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

وسله‌والو د کابل-ګردېز له لويې لارې ۱۴ کسان بیولي

0
د دوشنبې ورځې په مازدیګر نامعلومو وسله‌والو د کابل-ګردېز پر لویه لاره ۲۰ مسافرین له موټرو راښکته کړي چې د یو شمېر ښځو په ګډون ۶ تنه‌یې بېرته خوشې شوي او ۱۴ نور يې له ځانه سره بیولي دي.


نن د سې شنبې په ورځ د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي ازادي راډیو ته وویل کله چې دوی له پېښې خبر شول، نو سمدلاسه ورغلل او په سیمه کې يې د شپې تر اتو بجو عملیات وکړل، ۶ تنه مسافرین د پولیسو له‌خوا بېرته راخوشې شول، خو دوی نه‌پوهېږي چې وسله‌والو به نور څو کسان ځانونو سره بیولي وي.


د پکتیا امنیه قوماندان زیاته کړه، د مسافرو ځیني موټر هم د سړک پر غاړه ولاړ و چې هغه هم د پولیسو له‌خوا د پکتیا مرکز ګردېز ته ولېږدول شول.


ده وویل، نور خلک هم نه‌پوهېدل چې وسله‌والو څو کسان د سړک له غاړې ځانونو سره بوتلل.


د پکتیا یوې بلې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د تښتول شویو کسانو شمېر ۱۴ تنه وښود.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په دې باب څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса