Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

سبا ته د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلانېږي

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، سبا چهارشنبه به د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.


د دغه کمېسیون یوه غړي سید حفیظ‌الله هاشمي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې کمېسیون غړي د ورځې تر وروستیو پورې پر دې خبرې کوي چې دغه انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۷مه که په ۳۱مه ترسره شي.


دی وایي:


"ټاکل شوې چې کمېسیون سبا په ۱۰ بجو په یوه خبري کنفرانس کې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو لپاره د انتخاباتو نېټه خلکو ته اعلان کړي."


ښاغلی هاشمي وایي، د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ټول تیاری نیول شوی دی.


د انتخاباتو د کمېسیون دغه غړی د دغو انتخاباتو لپاره د تیاریو خبره په داسې حال کې کوي چې پرون‌یې ازادي راډیو ته د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د انتخاباتو د ځنډېدو د وړاندیز خبره وکړه.


هغه وویل، د ولسوالیو د شوراګانو لپاره چې ټاکل شوې د میزان د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې لپاره له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي، د ډېرو ولسوالیو شوراګانو ته د کاندیدانو د نشتوالي او د دغو شوراګانو د غړو د صلاحیتونو او امتیازونو د مبهم والي په ګډون، ډېرې ستونزې تر اوسه نه‌دي هوارې شوي او دوی غواړي چې دغه انتخابات له ټاکلې نېټې څلور میاشتې شا ته وغورځوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса