Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

جوزجان کې د داعش ۲۵ غړي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

0
په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۵ غړي نن په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.


د جوزجان د درزآب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل ازادي راډیو ته د دې خبر په تأیید وویل چې تسلیم شوي وسله‌وال د ملي اردو په هلیکوپټرو کې شبرغان ته ولېږدول شول.


د جوزجان امنیع قوماندان فقیر محمد جوزجاني وایي چې د درزاب له دوو کلیو پرته نورې ټولې سیمې د داعش له حضوره پاکې شوي دي.


په دې وروستیو کې له دې ولایته د وسله والو طالبانو او د داعش ترمنځ د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي وو.


د جوزجان د امنیتي چارواکو په وینا په دغو نښتو کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي چې د مړو او ټپیانو شمېر یې له ۳۰۰ تنو اوړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса