Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

0
په پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.


د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوهمې برخې ۱۱ کیلومټره عمومي سړک د اساسي جوړولو چارې نن سې شنبې رسماً پیل شوې چې ټول ټال ۲۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.


په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا استازو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه.


د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل:


"د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ عمومي سړک د لومړۍ برخې لس کیلو مټره کار له وړاندې پیل شوی وو او په خبره یې نن یې د دوهمې یوولس کیلومټره برخې کار هم رسما پیل شو."


د ده په خبره، له زرغون ښار څخه تر وازیخوا ولسوالۍ پورې د سړک جوړېدو سره به یې د سیمه والو ګڼې ستونزې هوارې شي.


د یادونې وړ ده چې د دغه سړک په اوږدو کې ۲۷ کوچني پلچکونه او اتیا مټره اوږد پل هم راځي چې چارې به یې د ۱۷ میاشتو په موده کې په اساسي ډول پای ته ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса