خلک وایې د ښې غوښې ښه ښوروا وي، خو د مزار خلک په دې اند دي چې ښه پلو جوړولو لپاره ښه غوښه ضروري ده، دوی د ګډ په غوښه کې ورېژي پخوي. مزاري پلو د کونځلو په تېلو کې پخېږي او ځايي خلک وايي، هم خوندور او هم له صحي پلوه ګټور وي. د امریکا غږ اشنا تلویزون پرې یو ویډیويي راپور لري چې دلته یې کتلی شئ.