له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو د پرېکړې په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې
سټارز انډ سټرایپس او واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د پرېکړې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دواړو امریکايي ورځپاڼو لیکلي، د کانګریس د پنجشنبې د ورځې د سوال او ځواب د غونډې پر اساس، د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو له بایللو وروسته پنتاګون ته امر وکړ چې له افغانستان او سومالیا څخه ټول امریکايي پوځیان چټک وباسي او د دې مسلې له کبله د ده جګپوړو سلاکارانو، چې اندېښنه یې لرله چې غمیزې پایلې به ولري، خبرداري ورکړل. د کانګریس جمهوریپال غړي اډم... Читать дальше...