Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

Новости за 13.04.2026

د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو اداره : د ورځې زرګونه افغانان خپل هیواد ستنیږي خو د خپلې راتلونکې په اړه هیڅ ډاډمن نه دي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايی اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره وايي هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته په داسې حال کې ستنیږي چې هلته د خپلې راتلونکي په اړه هیڅ ډاډمنتیا نه لري. ادارې خپل تازه راپور کې ویلي چې ډېری دغه افغانان په ایران او پاکستان کې له لسیزو استوګنې وروسته، اړ کېږي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې د اخراجېدونکو افغانانو ستونزې

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته رارسېدلي او افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال په دې کمپ کې د هر ډول اسانتیاوو له نه شتون شکایت کوي. دوی وايي ګڼه ګوڼه زیاته او اسانتیاوې خورا کمې دي.

په ایران کې د جګړو پر مهال د ۲۶ افغانانو وژنه؛ ځینې یې هلته خاورو ته سپارل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د ځینو افغان کډوالو د وژل کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي چې د دغو نښتو له پیل نږدې یوه نیمه میاشت وروسته هم په ایران کې د خپلو میشتو کورنیو د غړو له برخلیک څخه بې خبره دي. دغه کورنۍ د خپلو یو شمېر خپلوانو وژل کېدل هم تاییدوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال ۲۶ افغان اتباع وژل شوي دي.

پاپ لیو افریقا ته خپل سفر له الجزایزه پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

څورلسم پاپ لیو نن دوشنبه ( د حمل ۲۴مه) افریقا ته د خپل ۱۱ ورځني سفر په موخه الجزایر ته روان شو. فرانس پریس لیکلي، هغه د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی چې د الجزایر مسلمان هېواد ته سفر کوي. د الجزایر یو ستر مسیحي مشر ژان پاول ویسکو ویلي چې پاپ لیو هڅه کوي چې " د نړۍ د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د پلونو" په جوړونه کې مرسته. څو ساعته مخکې تر دې چې لیو له روم څخه وخوځیږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیو پر هغو غوښتنو نیوکه وکړه چې ویلې یې و، ایران کې دې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي. ټرمپ خبریالانو ته وویل... Читать дальше...

پیټر ماجیار د هنګري نوی صدر اعظم شو

Pa.azadiradio.com 

د هنګري د اپوزیسیون مشر پیټر ماجیار د پخواني صدراعظم ویکتور اوربان په وړاندې ټاکنو کې تاریخي بریا ترلاسه کړه. اوربان چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې متحد و تیره شپه وویل "د ټاکنو پایلې لا وروستۍ نه دي، خو وضعیت ورته د پوهیدو وړ او روښانه دی." د هنګري د ټاکنو د کمېټې په وینا، نژدې ټولې رایې شمېرل شوي او د ماجیار بریا یقیني ده. ماجیار په بوداپست کې خپلو پلویانو ته ویلي وینا کړې او ویلې یې دي چې لومړنی بهرنی سفر به یې وارسا ته وي.

استرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لوی درستیزې په توګه ټاکل کیږي

Pa.azadiradio.com 

استرالیا نن دوشنبه ( د حمل ۲۴مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوځ مشري یوې ښځې ته سپارل کیږي. رويټرز لیکلي چې دغه پریکړه د استرالیا د دفاعي ځواکونو په لیکو کې د بدلونونو یوه برخه ده. د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي ویلي چې سوزان کویل به په جولای میاشت کې د لوی درستیزې په توګه خپله دنده پيل کړي. پنځه پنځوس کلنه کویل په ۱۹۸۷ کال کې پوځ سره یوځای شوې. هغې د افغانستان په ګډون په څو هېوادونو کې دنده ترسره کړې. دا ګمارنه داسې مهال کیږي چې د استرالیا پوځ هڅه کوي خپلو لیکو کې د ښځینه افسرانو شمېر ډېر کړي. Читать дальше...

امریکا سر له نن څخه د هغو بیړیو محاصره پيلوي چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې به د هغو ټولو بېړیو سمندري محاصره پیل کړي چې د ایران بندرونو ته روانې دي یا له هغو څخه وځي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) عمومي قوماندانۍ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه اعلامیه کې لیکلي: «دا محاصره به پرته له کوم توپیر څخه د ټولو هېوادونو پر بېړیو تطبیق شي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته ننوځي یا ترې وځي؛ دا به د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایراني بندرونه تر پوښښ لاندې راولي. د سینټکام ځواکونه به د هغو بېړیو د تګ راتګ ازادي محدوده نه کړي چې د هرمز... Читать дальше...

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسین همهاله کمپاین پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ (پولیو) د واکسین کمپاین، نن دوشنبه د حمل میاشتې په ۲۴مه پیل شو. په دې کمپاین کې شاوخوا دولس میلیونه او شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په افغانستان او پاکستان کې واکسینېږي. « له پولیو څخه پاک افغانستان» ادارې او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین به د بامیان، دایکندي او غور ولایتونو پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې ترسره شي. ویل شوي چې دا کمپاین به یوه اوونۍ وروسته په غور کې پیل شي، او په بامیان او دایکندي کې به د سړې هوا له امله په ځنډ سره پیل شي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса