Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ولسمشر غني د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه

0
ولسمشر غني کندهار ته له رسېدو سره سم د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.


ولسمشر غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی دی.


د ولسمشر ویانده دُرانۍ وزیري وایي چې ولسمشر وروسته د هوايي ډګر لاره چې ۲ عشاریه ۸ ميلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی پرانېسته.


د کندهار د والي ویاند بهير احمدي وایي، ولسمشر غني به په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه او په عېنو مېنه کې تازه جوړ شوی ۳۵۰ بستريز روغتون هم پرانېزي.


احمدي وایي، ولسمشر به په خپل دغه سفر کې د کندهار د ملکي او پوځي چارواکو سربېره له ځوانانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ديني عالمانو سره هم وګوري.


د يادوني وړ ده چې د ولسمشر د سفر پرمهال دا ځل کندهار کې ګرځ‌بنديز نه دی اعلان شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса