Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 22.07.2019

د اپوزېشن جلسو مطبوعاتي پوښښ ولې کم دی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کوي چې د تحريک انصاف حکومت بايد د بيان ازادي او جمهوري اقدار خوندي کړي. د دې کمېشن مشر، مهدي حسن وايي د اپوزېشن جلسو کم پوښښ د بيان ازادي تروړل دي.

هند د کشمير کشالې منځګړتوب په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

Mashaalradio.com 

د جولای په دوه ويشتمه، د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکې ولسشمر ډونلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ملاقات کې د کشمير پر مسله خبرې وکړي او د هند او پاکستان ترمنځ د دې لانجې پر ختمولو يې زور راوړ.

بلوچستان: ۵ لاکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د ځینو پېښو د راجوتېدو پس سر له ننه د صوبې به شپږو لسوالیو کې به تر یوې اونۍ پورې پنځو لاکو ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور راکوي.

په کابینه کې به مو دوه وزیران له قبایلي سیمو وي: محمود خان

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په قبایلي ضلعو کې ټاکنې یو تاریخي ګام وباله او زیاتوي چې دا په خیبر پښتونخوا کې د ګډېدو وروستی پړاو وو چې د ده په وینا په ښه ډول سره پای ته ورسېد. له مشال راډيو سره په خبرو کې وزیر اعلی وویل د صوبې په کابینه کې به دوه غړې هم به له قبایلي ضلعو اخلي. زموږ خبریال خالد خان ورسره خبرې کړې دي.

ازادي سټودیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ډونالډ ټرمپ او عمران خان د سرمشریزې کوربه ده. ایران ۱۷ تنه سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور نیولي او ځینې یې په اعدام محکوم کړي. او د الجزایر ملي ټيم د افریقايي ملتونو د فوټبال له اتلولۍ وروسته له تود هرکلي سره مخ شو. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

بلاول اپریدی په خیبر کې پوهنتون جوړوي

Mashaalradio.com 

د جولای ۲۰مې انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۶مې حلقې څخه بریالی نوماند بلاول اپریدی وايي، اسمبلۍ ته له رسېدو سره به د قبایلو لپاره له قامي مالیاتي کمېشنه د پیسو تر لاسه کولو هڅې کوي چې پرمختیايي چارې پیل کړي. دی وايي، په خپله سیمه کې پوهنتون جوړوي. له اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.

شفیق شېر اپریدی وايي تورخم کې ستونزې هواروي

Mashaalradio.com 

د جولای ۲۰مې په انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۵مې حلقې بریا ترلاسه کوونکی شفیق شېر اپریدی وايي، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په رسېدو به هلته د خپلې سیمې بنیادي اړتیاو په اړه غږ پورته کوي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ودې لپاره به په تورخم کې ستونزې هواروي. د نوموړي په حلقه کې لواړګی، تورخم، شلمان، بازار زخه خېل او ملاګوري سیمې شاملې دي. له شفیق شېر اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.



د پرتګال په یوه ځنګل کې اور لګېدنې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې له پرون راهيسې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی او تر اوسه یې شل کسان ټپیان کړي دي. په همدې سیمه کې چې د پلازمېنې لیزبون په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۲۰۱۷ کال کې اور سل کسان وژلي وو. څه باندې دوه زره اور وژونکي په دې ځنګلي سیمه کې د اور د وژلو هڅې کوي. د پرتګال د منځنیو سیمو په دې غرني ځنګله کې له پرون ورځې او شپې د اور لمبې خورې دي. د پرتګال د کورنیو چارو وزارت د راپور په اساس، تر اوسه شل کسان چې پکې اور وژونکي او عام خلک شامل دي، د اور لمبو ټپيان کړي دي. په دې... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ د څارونکې ادارې رئیس مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د نړيوالې اټمي انرژۍ څارونکي ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې رئیس یوکيا امانو نن مړ شو. امانو ۷۲ کلن و. یادې ادارې د امانو د مړينې لامل نه دی یاد کړی. یوکيا امانو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار ادارې مشري پر غاړه درلوده او د خدمت موده یې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نومبر پورې پای ته رسېده. د اعلامیې له مخې، امانو نیت درلود چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

پاړه چینار کې مېډیکل کالج جوړېږي

Mashaalradio.com 

د خېبرپښتونخوا حکومت د کرمې ضلعې په پاړه چنار کې د مېډيکل کالج جوړولو اعلان کړی خو د باجوړ زده کونکي وايي دا مېډیکل کالج د دوی د سیمې لپاره منظور شوی وو او اوس يې پاړه چنار ته ومنتقل کړو د کومې پر ضد چې به دوی په احتجاج لاس پورې کوي. سراج ظهیر یې رپورټوي

مدني ټولنې: له افغانستان سره د امریکا د ۱۲۰ میلیاردو ډالرو مرستې ډېره برخه هدر تللې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د حکومت له لوري د څارنې او همغږۍ بورډ د ۲۲ مې ګډې ناستې له پیل سره سم د مدني ټولنو ګډې کاري ډلې هم د حکومت له لوري ملت او نړیوالو ته د حساب ورکونې پر پروسې خپله ارزونه له رسنیو سره شریکه کړه.

د پېښور اوسېدونکی چاپېریال ژغوري

Mashaalradio.com 

د پېښور ۶۵ کلن مثل خان د چاپېریال ساتنې او ژغورنې په موخه خلکو ته وړیا بوټي ورکوي. نوموړي په دویم ګلبهار کې د "رحمان بابا" په نوم یوه باغچه جوړه کړې چې پکې بوزغلي او نهالګي ساتي. دی هلته کار کوي او خلک چې ورځي نو له بوټیاڼۍ (نرسرۍ) ورته بوټي ورکوي. مثل خان په تېرو درو کلونو کې لسګونه زره بوټي او نهالونه وېشلي. په اړه یې ویډیو وګورئ.

کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د توکیو نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي. د جودو فدراسیون رئیس ذکریا اسدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د يوې ورځې لپاره د جودو د لسګونو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزني کټګوریو کې ترسره کېږي. د جودو فدراسیون د کابل او ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د ۶۰.۶۶، ۸۱ او ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کوي چې د هر وزن اتل لوبغاړی به ملي لوبډلې ته غوره کېږي. د ښاغلي اسدي د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل او ولایتونو څخه ۱۲ لوبډلې ګډون لري.

د خوست په لرغونتون کې د باختر او کوشاني وخت اثار پراته دي

Mashaalradio.com 

د خوست لرغونتون شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې جوړ شوی وو خو تر اوسه ځانګړې ودانۍ نه لري. په لومړیو کلونو کې پکې خورا کم اثار نندارې ته ایښوول شوي ول خو اوس پکې سلګونه لرغوني اثار پراته دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

د ووشو افغان لوبغاړو د ایران ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې مېشت د ووشو افغان لوبغاړو د ایران په ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته نن وویل چې دغه سیالۍ د ایران په اصفهان ښار کې د ۳۷۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ښاغلی پیمان وايي، سید امین حسیني د فورم په برخه کې د سرو زرو مډال، رحمان فیضي د ساندا په برخه کې د سپينو زرو مډال او بسم الله عرب زاده، علي سینا، سجاد خلیلي او محمد کریمي بیا د برونزو مډالونه وګټل. د بدني روزنې ریاست د ویاند د معلوماتو له مخې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړو... Читать дальше...

ایران «سي.ای.اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وايي، امنيتي ادارو د امريکا استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي او ځيني يې په مرګ محکوم کړي دي. د ایران د استخباراتو وزارت نن وويل چې د ایران امنیتي ادارو په بریالیتوب سره د دوی په وینا د «سي. ای. اې» د جاسوسانو شبکه له منځه یوړه. د وزارت یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ويلي ځیني تورن کسان په مرګ او نور يې په اوږده حبس محکوم شوي دي. د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې هغوی چې «سي. ای. اې» ته په جاسوسۍ تورن وو، د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ مياشت کې نيول شوي وو. Читать дальше...

پر خان به د ټرمپ ټینګار پر افغان سوله وي

Mashaalradio.com 

ټرمپ پوهېږي چې خان او په حقیقت کې پاکستانی پوځ او استخباراتي ادارې یو بل ته نېږدې خلک دي او دا هم حقیقت دی چې د طالبانو په جوړولو کې دوی مهم رول درلود

له شانګلې تر هريپوره د کښتۍ سفر له خطره ډک دی

Mashaalradio.com 

په شانګله کې د جولای پر درېیمه یوه کښتۍ په اباسین کې واوښته چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د زیاتره کسانو مړي لا هم نه دي موندل شوي. په دې سیمه کې اکثر د لرګي کښتۍ هریپور او تور غره ته د تګ راتګ په موخه کارېږي. د سیمې خلک وايي، په کښتیو کې د ګواښونو مخنیوي انتظام نشته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса