Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

افغان زده‌کوونکي د ښوونکو له‌خوا د ویښتو له قیچي کولو خوندي شول

0
افغان زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو له‌خوا د ویښتو له قیچي کولو خوندي شول.


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د لارښوونې له مخې له دې وروسته هېڅ ښوونکی حق نه‌لري چې د زده‌کوونکو ويښتان قیچي کړي.


د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته د دې اقدام په اړه وویل:"ځکه دې کار جنجالونه راپورته کړي وو او یو شمېر زده‌کوونکو فکر کاوه چې دا مسئله یې سپکاوی دی او هغوی ته یې له روحي او رواني پلوه زیان رساوه."


د افغانستان د پوهنې په نظام کې له څو لسیزو راهېسې، د نظم، ډسپیلن او همدارنګه د پاکوالي په خاطر زده‌کونکي د لویو ويښتانو له لرلو منعه کېدل- له همدې کبله په ښوونځیو کې ځینو ښوونکو د هغو زده‌کوونکو چې لوی ویښتان یې درلودل ويښته غوڅول څو کمولو ته یې اړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса