Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د کابل پوهنتون ۲ استادان د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي

0
د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت تأیید کړې چې د کابل پوهنتون دوه استادان د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي.


د لوړو زده‌کړو د وزارت ویاند فیصل امین تېره شپه سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دواړه استادان د پوهنتون څخه بهر نیول شوي دي:"یوازې همدومره تأییدولی شو او خبر یو چې د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي دوه استادان له پوهنتونه دباندې نیولي دي."


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت پردې دوو استادانو د لګېدلو تورونو په اړه جزئیات ورنه‌کړل او نومونه یې هم یاد نه‌کړل.


خو په افغانستان کې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي په نومونو د کابل پوهنتون دوه استادان په شرعیاتو پوهنځي د افراطیت د ترویج په تور نیول شوي دي.


د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم تر اوسه پر دې دوو تنو د لګیدلو تورونو په اړه جزئیات نه‌دي څرګند کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса