Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: د لوګر د ازرې ولسوالۍ وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی

0
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایی چې په دې ولسوالۍ کې وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.


د ازرې ولسوال حمید الله حمید نن ازادي راډیو ته وویل، که د دې ولسوالۍ لارې چې له څو اوونیو راهیسې طالبانو بندې کړي، ژر خلاصې نه شي او خلکو ته مرستې ونه رسېږي، نو ممکن بشری ناورین رامنځته شي.


ښاغلي حمید وویل چې د ازرې ستونزه یې د لوګر له سیمه ییزو او د کابل له چارواکو سره مطرح کړې، خو تر اوسه پورې کوم اقدام نه دی شوی.


ازره د لوګر یوه لېرې پرته ستراتیژیکه ولسوالي ده چې د خیبرپښتونخوا له پاړاچنار سره پوله لري.


د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د مواصلاتي لارو د تړل کېدو له امله زښت زیات د خوراکي موادو، درملو او نورو اړینو موادو له کمښت سره مخامخ دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса