Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په کابل ښار کې د یوې احتمالي چاودنې مخه ونیول شوه

0
په کابل کې پر چاودېدونکو موادو بار د یوه موټر په نیول کېدو سره په دې ښار کې د یوې احتمالي چاودنې مخه ونیول شوه.


دا خبره د کابل امنیه قوماندان جنرال محمد روشندل تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ويې ویل چې دغه موټر پرون پنجشنبه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې کشف او چاودېدونکي مواد یې شنډ کړای شول.


 ده وویل: یو تېزرفتار موټر چې انفجاري مواد پکې ځای پرځای شوي وو، په پغمان ولسوالۍ کې د تلاشۍ په پوسته کې د پولیسو لاسته ورغی او انفجاریه مواد یې هم خنثی شول.


ښاغلي روشندل زیاته کړه چې دا یوکرولا ډوله موټر و چې ډرېور یې په تېښته بریالی شوی دی.


د هغه په وینا، دغه موټر له پغمان ولسوالۍ کابل ته روان و.


په چاودېدونکو موادو بار دغه موټر داسې مهال نیول کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ کابل د یوې زورورې چاودنې او له هغې وروسته د وسله والې نښتې شاهد و.


طالبانو د دې حملې مسؤلیت اخیستي و.


د چارواکو په وینا، پنځه واړه بریدکونوکي یې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса