Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ملګري ملتونه: په ونزویلا کې په یونیم کال کې نږدې ۷ زره کسان وژل شوي

0
ملګري ملتونه وایي چې په ونزویلا کې په تېر یونیم کال کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې نږدې اووه زره کسان وژل شوي دي.


د ملګرو ملتونو په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې ډېرې دغه وژنې اعدامونو ته ورته دي.


په رپوټ کې ویل شوي چې خلک نیول شوي، وېشتل شوي او د جرمونو صحنې په لاس داسې جوړې شوي چې وښيي چې دوی له پولیسو سره مقاومت کاوه.


په رپوټ کې د امنیتي ځواکونو له خوا له محاکمو پرته د ترسره شویو وژنو ادعا ډېره ټکان ورکوونکې بلل شوې ده.


رپوټ په ونزیویلا کې پر سیاست ټولنې، مدني ټولنې او اقتصادي حقونو دا سخت تېری بللی او د ونزویلا له چارواکو یې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.


د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو ادارې تر اوسه د دغه رپوټ په اړه رسمي عکس العمل نه دی ښودلی.


نوموړی چې په ۲۰۱۳ کال واک ته رسېدلی او د تېر کال له جنجالي انتخاباتو وروسته یې په جنوري کې د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه کړې، په هېواد کې له پراخو اعتراضونو سره مخامخ دی.


ونزویلا وروسته له هغې لا له سیاسي بحران سره مخامخ شوه چې د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو په خپله ځان ولسمشر اعلان کړ. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса