Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د تونس په سواحلو کې د ۸۰ کډوالو د مړینې وېره ده

0
د دې وېره شته چې د تونس په سواحلو کې به د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شااوخوا اتیا تنه کډوال مړه شوي وي.


دا خبره د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM ویاند فلاویو دي ګیاسیمو پرون په یوه ټوېټري پیغام کې وکړه.


هغه وویل، د تونس په سواحلو کې د یوې کښتۍ ټوټې موندل شوي او ۴ تنه ژغورل شوي دي.


ژغورل شويو ویلي چې په کوچنۍ کښتۍ یې ۸۶ کسان سپاره وو چې د ده په وینا، د دې وېره شته چې شااوخوا اتیا تنه به مړه شوي وي.


د راپورونو له مخې، یوه ژغورل شوي کس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.


د تونس ساحلي ګارډ ویلي چې دغه کښتۍ له لیبیا ایټالیا ته روانه وه.


په مې میاشت کې هم د تونس ساحلي ښار سفاکس ته نږدې سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږترلږه اویا تنه مړه شوي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса