Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ټرمپ د امریکا د ازادۍ د ورځې په مناسبت د امریکا د اردو ستاینه کړې

0
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې هېواد د ازادۍ د ورځې په مناسبت په وینا کې د امریکا د اردو ستاینه کړې.


منتقدان یې وايي چې نوموړي د دې بې طرفه مناسبت په سیاسي او نظامي کولو په امریکا کې د څو لسیزو سنتي اصول مات کړي دي.


د جولای په څلورمه نېټه د ولسمشر وینا د ابراهم لینکلن له ۹۷ کلن یاد څلي بهر د الوتکو له الوتنو او نظامي رسم ګذشت سره یو ځای وه.


د ولسمشر ټرمپ پلویانو نوموړی د امریکا د پوځي ځواک د نمانځلو په خاطر ستایلی دی، خو یو شمېر اعتراض کوونکو بیا پر ولسمشر ټرمپ له دې کبله انتقاد کاوه چې ځان یې د خپلواکۍ د هغه جشن په مرکز کې ځای کړی چې یووالي ته ځانګړی شوی دی.


د امریکا ډموکراټ ګوند د ولسمشر ټرمپ له خوا د خپلواکۍ د ورځې دا ډول نمانځل انتخاباتي لاریون بللی دی.


هاري ټرومن د امریکا وروستی ولسمشر و چې اووه لسیزې مخکې د امریکا د خپلواکۍ د 175 یمې کلیزې په مناسبت د خلکو یوې غونډې ته وینا کړې وه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса