Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د هرات په پښتون زرغون کې د عامه محافظت د ځواکونو ۹ سرتېري ووژل شول

0
د عامه محافظت د ځواکونو ۹ سرتېري تېره شپه د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ووژل شول.


دا خبر دوو امنیتي چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړ.


دې چارواکو چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې افشا شي، وویل چې په دې حمله کې د عامه محافظت د ځواکونو پنځه نور سرتېري اسیران شوي او یو بل ټپي دی.


له دې مخکې د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د هرات ولایت په پښتون زرغون، اوبه او کرخ ولسوالیو کې د ناامنیو پر پېښو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې په دې ولسوالیو کې پاکستاني جنګیالي د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса