Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره نن ترکمنستان ته ځي

0
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریګا موګریني نن ترکمنستان ته ورسېږي.


دا به منځنۍ اسیا ته د نوموړې د دوه ورځني سفر لومړی پړاو وي.


نوموړې په داسې حال کې دې سیمې ته سفر کوي چې د بشري حقونو فعالانو ترې غوښتي څو په سیمه کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره یاد کړي.


د اروپايي ټولنې د رسمي ویبپاڼې په وینا، په عشق اباد کې به فیدریکا موګریني د پارلمان له مشرې ګلشات محمدوا په شمول له ترکمن چارواکو سره وګوري او دغلته به د اروپايي ټولنې د هیئت د دفتر د پرانیستي مراسمو کې ګډون وکړي.


موګریني به له دې وروسته د قرغزستان پلازمېنې بیشکېک ته ولاړه شي، چېرې چې به نوموړې په سیمه کې له خپلو پنځو سیالانو سره وګوري او د یکشنبې په ورځ به اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا په فورم کې وینا وکړي.


سیمې ته د مېرمن موګریني تر سفر مخکې د بشري حقونو فعالانو پر نوموړې ټینګار کړی چې د سفر پر مهال دې په سیمه کې د بشري حقونو پر تبلیغولو تمرکز وکړي.


د بشري حقونو ډلې په دې سیمه کې چارواکي د منتقدانو په ځپلو او خاموشه کولو ملامتوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса