Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

کندهار: ميوند او پنجوايي ولسواليو کې تر ٢٠ زيات طالبان وژل شوي

0
د کندهار چارواکي وايي، په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې په وسله‌واله جګړه کې تر ٢٠ زيات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.


جګړه هغه وخت پيل شوه چې لومړى وسله‌والو طالبانو تېره شپه د ملي پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل:"د پنجوايي ولسوالۍ په دواب او موشان کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو حملې شوي چې په نتيجه کې يې د دښمن ٥ کسان وژل شوي او ٢ ټپيان دي. يو پوليس هم شهيد او ٤ ټپيان دي. د ميوند ولسوالۍ په کلاى ښامير کې هم پر پوستو حملې شوي چې په نتيجه کې يې د دښمن ١٧ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي."


ښاغلى بارکزى وايي، په ټپيانو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي چې يو يې حافظ ملتان او بل حسيني نومېږي.


وسله‌والو طالبانو د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.


وسله‌والو طالبانو له څو ورځو راهيسې د کندهار په ځينو ولسواليو کې خپلې حملې زياتې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса