Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه‌توب «بين الافغاني» غونډه پيل شوې

0
په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه توب «بين الافغاني» غونډه پيل شوې ده.


له کابله په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره په لسګونو سياستوال، مدني فعالان، پخوانۍ جهادي څېرې او ښځې ورغلي دي.


د امريکا د متحدو ايالاتونو او طالبانو استازو ويلي چې په قطر کې يې د سولې اووم پړاو خبرې د بين الافغاني خبرو له کبله ځنډول شوي دي.


د قطر او جرمني په کوربه‌توب دغه خبرې د جرمني د يوه بنسټ له‌خوا تنظيمې شوې دي.


د دغو خبرو يو برخه‌وال په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير عمر زاخېلوال دى. نوموړي دا خبرې مهمې وبللې دي.


نوموړی وايي:"بین الافغاني خبرې چې د حکومت په ګډون به د بیلابیلو اړخونو استازي ګډون پکې ولري، د امریکا او طالبانو د خبرو نهايي کولو او بین الافغاني مذاکراتو ته امکان برابر کړي."


د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې به را روانه سې شنبه بېرته پيل شي.


ښاغلي خليل‌زاد تېر ماښام په دوحه کې له ځينو ښځو سره د افغانستان د سولې پر بهير خبرې وکړې.


دغه ښځې په هغه ډله کې شاملې دي، چې له کابله په بين الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته تللي دي.


ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر له دې افغان مېرمنو سره خپله کتنه ستایلې او ویلي یې دي، د دوی لیدلوری د افغانستان د سولې لپاره چې نوموړي له خپل ځان سره سوله بللې مهم دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса