Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د بين الافغاني ډيالوګ د غونډې هرکلى وکړ

0
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په قطر کې د بين الافغاني ډيالوګ په نوم د غونډې هرکلى وکړ.


مايک پامپيو نن په ټوېټر کې ليکلي، ښه خبره ده چې د حکومت، مدني ټولنې، ښځو او طالبانو استازي پر يوه مېز سره راټول شوي دي.


ښاغلي پامپيو ليکلي، ټول امريکايان بايد خوشحاله وي چې ګوري افغانان د خپل هېواد د شخړې د حل لپاره له خپلو افغانانو سره کېني.


په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه توب بين الافغاني غونډه نن پيل شوه چې د طالبانو مرکچيان هم په کې شامل دي.


له کابله په دې غونډه کې لسګونو سياستوالو، مدني فعالانو، پخوانیو جهادي څېرو او ښځو ګډون کړی دی.


د قطر او جرمني په کوربه توب دغه خبرې د جرمني د يوه بنسټ له خوا تنظيمې شوې دي.


د امريکا د متحدو ايالتونو او طالبانو استازو ويلي چې په قطر کې يې د سولې اووم پړاو خبرې د بين الافغاني خبرو له کبله ځنډول شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса