Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

حکمتیار: په ټاکنو کې بايد کډوالو ته د رأيې ورکولو زمينه برابره شي

0
د حزب اسلامي ډلې مشر وايي، د جمهوري رياست په راروانو انتخاباتو کې بايد افغان کډوالو ته هم د رأيې ورکولو زمينه برابره شي.


ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد له بايومټريک سېستمه کار واخيستل شي.


ده وویل: په دغو ټاکنو کې د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر بايد درغلي ونه شي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دې د دغه بهير تضمين وکړي، له بايومټريک سېستمه دې استفاده وشي، هېڅ افغان دې د رأيې له حقه نه محرومېږي، دوى نه غواړي چې کډوال د خپلې خوښې شخصيت وټاکي، دا يو سياسي کار دى چې کډوال د رأيې له حقه بې برخې پاتې شي.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جمهوري رياست ټاکنو ته تر ٩٠ لږې ورځې پاتې دي.


ځيني سياسي ګوندونه او سياستوال ټينګار کوي چې دغه انتخابات بايد په شفاف ډول ترسره شي.


په عين حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي چې د جمهوري رياست په ټاکنو کې د بايومټريک سېستم د کارونې لپاره چمتووالى روان دى.


خو کمېسيون وايي چې په ټاکنو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса