Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد له لومړي اتم مقام ته ښکته شو

0
د کرکټ د نړېوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له لومړي مقامه اتم ته ښکته شوی دی.


وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځينو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د هندوستان بومرا ونیو.


خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا په دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.


راشد خان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.


په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې.


په ټوله کې دغه افغان لوبغاړي د نړیوال جام په نهو سیالیو کې اووه مقابل لوبغاړي اوټ کړل او ۴۱۶ منډې پرې وشوې.


همداشان د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم له دوهم مقامه درېیم ته ښکته شوی دی.


په دې درجه بندۍ کې د محمد نبي ځای د انګلنډ بین سټوک نیولی دی.


د بنګله دېش شکېب الحسن بیا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса