Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د کونړ چارواکي: څوکۍ ولسوالۍ کې ۶ داعشیان وژل شوي

0
د کونړ چارواکي په څوکۍ ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه ازادي راډیو ته د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د صفر ۲ قطعې د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل دره کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي چې په‌کې د داعش شپږ وسله‌وال وژل شوي او یو يې ټپي حالت کې ژوندی نیولی دی. په‌دې عملیاتو کې د داعش دوه مهم مرکزونه له وسلو او مهماتو سره یوځای له‌منځه وړل شوي."


مصمم وايي، په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.


د کونړ د والي ویاند دغه‌راز وايي، د چپې درې ولسوالۍ په لیرې پرتو ځنګل لرونکو سیمو کې اوس هم د وسله‌والو طالبانو او د داعش یا اسلامي دولت ډلې د وسله‌والو ترمنځ نښته روانه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса