Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ایران جنوب لوېدیځ کې یوې زلزلې څو ودانۍ ورانې کړي

0
د ایران په جنوب لوېدیځ کې نن یوې زلزلې څو ودانۍ ورانې کړي.


د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې دغې زلزلې چې قدرت‌یې د رښتر په مقیاس ۵،۷ ثبت شوی، نن د خوزستان ولایت د مسجد سلیمان ښار ته نږدې سیمې لړزولي.


د لږ تر لږه څلورو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او عیني شاهدانو لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي چې زلزلې د ښار په مرکزي برخه کې یو شمېر ودانۍ زیانمنې کړي او ځینې زړې ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.


د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د دې ښار په جنوب لوېديځ ۲۸ کیلومترۍ کې لس کیلو متره تر ځمکې لاندې و.


له زلزلې وروسته د نورو ټکانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.


په ۲۰۰۳ میلادي کال د رښتر په مقیاس ۶،۶ زلزلې د ایران بم تاریخي ښار له خاورو سره یو کړ او ۲۶ زره کسان‌یې ووژل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса