Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: طالبانو په جوزجان کې ۴۰ تنه اسیران خوشې کړي

0
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، طالبانو هغه ۴۰ تنه چې د دې ولایت پر قوش تپې ولسوالۍ د برید او د دې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې نیولي وو، خوشې کړي دي.


د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "دوی ټول مسافر وو، دوی ټول یې یوځای سره خوشې کړي، یو شمېر اسیر شوي یې مخکې په هماغه اوله ورځ خوشې کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي."


د جوزجان امنیه قوماندان له دې مخکې د طالبانو له‌خوا د امنیتي ځواکونو د اسیر شویو ۴۳ غړو د خوشې کېدو خبر هم ورکړی و.


طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې اسیر شوي سرتېري یې په سیمه کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې شرط خوشې کړي چې بیا د امنیتي ځواکونو له لیکو سره نه‌یوځای کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса