Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ملي امنیت د غزني د پوهنتون د یوه محصل په ګډون ۱۵ وسله وال نیولي

0
د غزني د ملي امنیت چارواکي وايي، د غزني د دولتي پوهنتون د شریعاتو پوهنځي د یوه محصل په ګډون یې پنځلس تنه وسله وال نیولي دي.


عبدالصمد شمس نن دوشنبه د ملي امنیت په ریاست کې خبریالانو ته وویل، دغو کسانو چې خبریالانو ته یې ښکاره کړل، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له بېلابېلو ګروپونو سره یې تړاو درلود.


د غزني د ملي امنیت د ادارې رئیس له طالبانو سره په تړاو د شریعاتو د پوهنځي د یوه محصل او څو نورو د نیولو خبر داسې مهال ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په دې وروستیو کې له داعش سره د همکارۍ په تور د کابل پوهنتون د شریعاتو د پوهنځي د درېیو استادانو او دوو محصلینو د نیول کېدو خبر ورکړ.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса